واشنګټن۔20فروری(اے پی پی) پاکستانی نژاد امريكائي ډاكټرانو په تركيه كښې د زلزله ځپليو مرستې له د زوم ټیلی تھون په مهال 365 زره ډالره جمع كړي۔ د پاكستان سفارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په دې موقع امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان د پاكستان پرېښونكو ته د ترك وروڼو سره د مرستې كولو اپيل كړے۔ په دې موقع پاكستاني سفير ووئيل زمونږ زړونه د تركيه حكومت او اولس سره درزيږي كوم چې د تېرو 100 كلونو زياتې تباهي كونكې زلزلې د لاسه سختو ستونزو سره مخ شوي۔ دوي د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د سخت افسوس او ترك صدر رجب طيب اردوان او ټول اولس سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ سفير مسعود خان د پاکستانی نژاد نارتھ امریکا معالجین اېسوسی اېشن (اے پی پی این اے) او د دغې د مشرتابه لخوا د تركيه زلزله ځپليو مرستې له د ټېلې تھون كولو ستائنه وكړه