د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر دې د كشمير مسئلې حل له خپل كردار ترسره كړي٬ نعيم خان

سرینګر۔20 فروری(اے پی پی) په هند كښې په غېر قانوني توګه نظر بند د كل جماعتي حريت كنفرنس مشر لارښود نعيم احمد خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس څخه غوښتنه كړې چې هغه په سمدستي توګه د كشمير مسئلې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د كشمیر میډیا سروس له مخې نعيم احمد خان د نوي ډيلي تهاړ زندان څخه په يو پېغام كښې په دې خبره د افسوس څرګندونه كړې چې هندي عسكرو مقبوضه كشمير په مېدان جنګ بدل كړے او په بې ګناه وګړو ظلم او زياتې كوي۔ ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په كونسل او د بشري حقونو په نورو نړيوالو تنظيمونو زور راوړو چې هغوي د مقبوضه جموں وكشمير صورتحال جاج اغستو له خپلې ډلې مقبوضه سيمو ته ولېږي۔ ده ووئيل د مظلومه كشميري اولس ټول بنيادي حقونه غصب كړے شوي