امريكې له د يوكرين په اړه خپل دريځ بدلول پكار دي ۔چين

بيجنګ 20فروری (اے پی پی)چين وئېلي دي امريكې له د يوكرين په اړه خپل دريځ بدلول پكار دي۔د روسيې خبري اژانس له مخې د چين خارجه وزارت وياند وانګ ون بن وئېلي دي مونږ د چين او روسيې په اړيكو د امريكې تنقيد قبلولے نه شو او غوښتنه كوو چې امريكا د يوكرين په مسئلو ذمه واره رويه خپله كړي او په خپل دريځ نظرثاني وكري۔ده ووئيل مونږ د روس چين اړيكو په اړه د امريكې تنقيد ته پام نه دے كړے