د وفاقي المدارس كلن امتحان پېل شو ٬ 5 لكه 17 زره 782 زده كوؤنكي برخه اخلي

پېښور ۔17فروری(اے پی پی) د ديني مدارسو تر ټولو لويے بورډ وفاق المدارس العربيه كلن امتحانونه پېل شوي۔ د وفاق المدارس صوبائي ناظم مولانا حسېن احمد د امتحانونو په اړه ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا امتحان به شپږ ورځې دوام لري۔ روزانه به يوه پرچه كېږي۔ د هېواد په كچه په دې امتحان كښې 5 لكه 17 زره 782 زده كوؤنكي په امتحان كښې ګډون كوي په كومو كښې …

پېښور ۔17فروری(اے پی پی) د ديني مدارسو تر ټولو لويے بورډ وفاق المدارس العربيه كلن امتحانونه پېل شوي۔ د وفاق المدارس صوبائي ناظم مولانا حسېن احمد د امتحانونو په اړه ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا امتحان به شپږ ورځې دوام لري۔ روزانه به يوه پرچه كېږي۔ د هېواد په كچه په دې امتحان كښې 5 لكه 17 زره 782 زده كوؤنكي په امتحان كښې ګډون كوي په كومو كښې چې يو لك 35 زره 93 طلبعلمان حافظان او دوه لكه 83 زره 371 طالبعلمانې حافظانې شامل دي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د طالبعلمانو شمېره دوه لكه 54 زره 237 ده۔ ګرد هېواد كښې 2 زره 844 امتحاني مركزونه دي۔ صوبائي ناظم ووئيل چې د وفاق المدارس العربيه پاكستان د امتحان نظام د تقليد وړ دے۔ كراچۍ څخه تر چترال او تربت مكران څخه تر كشمير طالبعلمان په يو نصاب كښې جوړې كړې شوې پرچې حل كوي۔ په ګرد هېواد كښې په يو وخت پرچه پرانستلې شي۔ ده ووئيل كاش زمونږ په سركاري او پرائېوټ تعليمي ادارو كښې هم دا ترتيب وې۔ ده ووئيل كه حكومت داسې وكړي نو د دې به په هېواد ښه اثرات مرتب شي۔ ده ووئيل وفاق المدراس څخه 99 زره نه زيات حفاظ تيارېږي كوم چې يو لويے اعزاز دے۔