په مصر كښې ټرافيكي پېښه ٬ د 5 فلسطيني وګړو پشمول 6 تنه مړه ٬ 3 ژوبل

قاهره 17فروری(اے پی پی)په مصر كښې د مسافرو بس او ټرك خپلو كښې د كېدو پېښې په نتيجه كښې د 5 فلسطيني وګړو پشمول 6 تنه مړه او 3 ژوبل شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې په قاهره كښې د فلسطين سفارتخانې په يو بيان كښې وئېلي دي چې د مصر د شمالي اسماعيليې صوبې په ستره لاره المنيف سيمې ته نزدې د مسافرو بس او ټرك خپلو كښې پكر شول چې په نتيجه كښې يې د 5 فلسطيني وګړو پشمول 6 تنه مړه او 3 ژوبل شوي كوم چې سويز كينال پوهنتون روغتون ته منتقل كړې شوي۔ په بيان كښې وئېلې شوي دي چې فلسطيني سفارتخانه به د ژوبل شويو بشپړې روغتيا او هېواد ته د ستنولو نګراني كوي۔ دغسې سفارت به په حق رسېدلي فلسطيني وګړي ډېر زر غزه پولې ته منتقل كولو له تګلاره وضعه كوي۔ پېښه كښې مړه او ژوبل شوي مصر څخه غزه پولې ته روان وو۔