مونټګو مرے 16فروری(اے پی پی)د امريكې په الباما رياست كښې د ټینیسي نېشنل ګارډ بليك هاك چورلكه پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د عملې 2 غړي مړه شوي۔ د امريكې خبري اژانس له مخې د ټينيسي ملټري ډيپارټمنټ عهديدار برېګېډيئر جنرل وار نرروس وئېلې دي چې تېره ورځ د ټينيسي نېشنل ګارډ يو اېچ – 60 بليك هاك چورلكه د تربيتي پرواز په مهال د الباماهائي وے 53 په سيمه كښې رالوېدو سره تباه شو۔ د پیښې په نتيجه كښې د عملې دوه غړي مړه شوي