د مرستې ضلعي مركزونو ته تركيه او سوريه لپاره د خوراك سامان٬ دوايانې او ګرمې جامې عطيه كېدې شي٬ د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو څانګه

پېښور۔ 15 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت د تركيه او سوريه زلزله ځپليو له په ګرده صوبه كښې د مرستې مركزونه جوړ كړې دي كومو ته چې د اولس لخوا د خوراك څښاك څيزونه ٬ دوايانې ٬ ګرمې جامې او كمبلې عطيه كېدې شي۔ د اطلاعاتو څانګې له مخې د تركيه او سوريه زلزله ځپلي زمونږ اسلامي جذبې او ورورولۍ ته سترګې په لار دي۔ د خېبر …

پېښور۔ 15 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت د تركيه او سوريه زلزله ځپليو له په ګرده صوبه كښې د مرستې مركزونه جوړ كړې دي كومو ته چې د اولس لخوا د خوراك څښاك څيزونه ٬ دوايانې ٬ ګرمې جامې او كمبلې عطيه كېدې شي۔ د اطلاعاتو څانګې له مخې د تركيه او سوريه زلزله ځپلي زمونږ اسلامي جذبې او ورورولۍ ته سترګې په لار دي۔ د خېبر پښتونخوا حكومت اپيل كړے دے چې اولس دې د زلزله ځپليو په مرسته كښې برخه واخلي او د يو احساس لرونكي پاكستاني كېدو ثبوت دې وركړي۔ د اطلاعاتو څانګې له مخې د تركيه او سوريه ځپليو مرستې له د عطياتو وركولو په لړ كښې د مرستې نزدې مركزونو سره رابطه او يا په دې اړه د پي ډي اېم اے وېب سائټ څخه معلومات ترلاسه كېدې شي۔