د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د ايراني قونصل جنرل ملاقات ٬ په پېښور پوليس لائنز پېښه د ايراني اولس لخوا د غمرازۍ څرګندونه

پېښور ۔13فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره په پېښور كښې تعينات د ايراني قونصل جنرل علي بنفشه خواه په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو او ده سره يۍ په پېښور پوليس لائنز پېښه د ايراني اولس لخوا د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل د ایرانی انقلاب كاليزې دستوره په پېښور قونصل جنرل كښې د پېښور پوليس لائنز پېښې د لاسه منسوخ كړې شوې وه ولې چې د دواړو هېوادونو اولس په غم او خوشحالۍ كښی يو بل سره ولاړ دي۔ په دې موقعه د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د غمرازۍ په څرګندونه كولو د خپل او د صوبې د اولس له اړخه د ايراني قونصل جنرل او ايراني اولس مننه كولو سره ووئيل ايران زمونږ ورور ګاونډي اسلامي هېواد دے او د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره د مينې په خپلولو تړون لري۔ ده ووئيل ما خپله څو څو وارې د ايران دوره كړې ده او په ذاتي توګه د ايران د عصري ټېكنالوجۍ په شمول د مجموعي پرمختګ معترف يم۔