پیښور 10 فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان سره په پیښور كښې تعينات د افغان قونصل جنرل حافظ محب الله ملاقات كړې۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د افغان قونصل جنرل د نګران وزيراعلٰی په ذمه وارۍ سنبهالولو محمد اعظم خان ته مبارك وركړه او د نيكو خواهشاتو څرګندونه يې وكړه۔افغان قونصل جنرل د پوليس لائن په چاودنه كښې په قيمتي ځاني زيان د وزيراعلٰی سره د غمرازۍ څرګندونه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني او دعا وكړه۔