سعودي عرب٬طائف كښې ټرافېكي پېښه٬ 4 تنه مړه

طائف 10 فروری(اے پی پی)د سعودي عرب په طائف ښار كښې په ټرافېكي پېښه كښې څلور تنه مړه شوي۔د سعودي خبري اژانس له مخې د طائف په شمالي المحاني سيمه كښې د سكول ګاډې د بل پلو څخه راروان ګاډي سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې د يو استاد او دواړه ډرائيورانو پشمول څلور تنه مړه شوي۔د ټرافېك پوليسو مړي روغتون ته منتقل كړي۔