امريكا به د تركيې او سوريې زلزله ځپليو لپاره د 85 ملين ډالر مرسته وركوي

واشنګټن 10 فروری(اے پی پی)د امريكې پرمختګ ادارې(يو اېس اېډ)اعلان كړې چې امريكا به د تركيې او سوريې زلزله ځپليو لپاره 85 ملين ډالر مرسته وركوي۔د سعودي خبري اژانس له مخې د مرستې ايجنسۍ په يو بيان كښې وئېلي دي چې فنډز به په ځپليو سيمو كښې كار كونكو شراكتدارو له وركولې شي دغسې چې په لاكهونو خلكو ته ضروري بېړنۍ مرسته ترلاسه شي۔يو اېس اېډ كډوالو او بې كوره كسانو ته د خوراك او پناه ځايوو بېړنې سامان وركوي۔د امريكې خارجه محكمې وئېلي دي چې خارجه وزير انټوني بلنكن تېره شپه د تركيې خپل هم څنګ مولودچاووش اولو سره په ټېليفون رابطه كړې او د تركيې پرله پسې ملاتړ څرګندونه كړې۔دواړو لارښودو په تركيه او سوريه كښې د مرستې وركولو لپاره د امريكې هڅې جاري ساتلو په طريقو د خيالاتو څرګندونه كړې۔