جكارته 09 فروري (اے پي پي)د انډونېزيا په ختيز پاپوا صوبه كښې د 5.4 شدت زلزله رېكارډ كړې شوې چې له امله يې څلور كسان مړه او ګڼ شمېر كورونه تباه شوي۔د انډونېشئن صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ او مټیګیشن ایجنسی د آپرېشن كنټرول سنټر منيجر جوناتهن كوائر ووا وئېلي دي چې د انډونېزيا په ختيز پاپوامين صوبه كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي چې له امله يې څلور تنه مړه او ګڼ شمېر ودانۍ تباه شوي۔د هېواد موسميات او جيوفزكس ايجنسۍ وئېلي دي چې زلزله د شپی په 01:28 راغلې۔د زلزلې مركز د صوبائي پايه تخت جے پوره څخه يو كلوميټر سوئېلي لوېديز كښې و چې ژورتيا كچه يې د زمكې څخه 10 كلوميټره ژورتيا كښې وه۔د زلزلې څخه د سونامي كومه خطره نشته دې