د تائيوان صدر سائي انګ وين او نائب صدر وليم لائي د تركيې زلزله ځپليو مرسته كښې خپله يوې مياشتې تنخا عطيه كولو اعلان وكړو

تائپے 09 فروری(اے پی پی) د تائيوان صدر سائي انګ وين او نائب صدر وليم لائي د تركيې زلزله ځپليو مرسته كښې خپله يوې مياشتې تنخا عطيه كولو اعلان كړی۔د تائيوان صدارتي دفتر لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلې شوي چې د تائيوان لخوا د وړاندې څخه لېږلې شوې مرسته كښې اضافې كولو سره سائي او لائي د تركيې زلزله ځپليو مرستې هڅو لپاره د خپلې يوې مياشتې تنخا عطيه كوي۔تېر كال سائي او لائي دواړو جنګ ځپلې يوكرين لپاره په بشري بنيادونو د مرستې په هلو ځلو كښې مرستې لپاره د خپلې يوې مياشتې تنخا هم عطيه كړې وه۔د سائي د مياشتې تقريبا تائيواني ډالر 400,000 (امريكائي ډالر 13300)تنخا ده۔تائيوان كوم چې اكثر پخپله د زلزلې ښكار وي۔وړاندې د تركيې لپاره د 2 ملين ډالر مرستې اعلان كړې دې او د بچ كېدونكو لټون په هڅو كښې د مرستې لپاره دوه د رېسكيو ډلې هم تركيه ته لېږلې دي