انقره/دمشق 09 فروری(اے پی پی)په تركيه او سوريه كښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 15000 څخه زياته شوې ده۔د تركيې انادولو ايجنسۍ د زيارت په ورځ د ډيزاسټر اينډ ايمرجنسي منيجمنټ اتهارټي حوالې سره ووئيل چې په هېواد كښې د زلزلې له امله په حق رسېدليو كسانو شمېره 12391 ته رسېدلې ده۔د چين خبري اژانس ادارې په رپورټ كښې د سوريې د روغتيا وزارت په اړه وئېلي دي چې په سوريه كښې د حكومت په كنټرول سيمو كښې لږ تر لږه 1262 كسان په حق رسېدلې او 2285 ژوبل شوي۔په مېډيا رپورټس كښې د مرستې كارمندانو په اړه وئېلي دي چې په سوريه كښې د مخالفې ډلې په كنټرول سيمو كښې لږ تر لږه 1730 كسان په حق رسېدلې او 2850 څخه زيات ژوبل شوي۔د زلزلې له امله په ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائي روانه ده چې پكښې د ګڼ شمېر هېوادونو څخه تركيې ته رسېدونكې مرستندويه غړي هم برخه اخلي٬د يادونې وړ ده چې د روغتيا نړيوالې ادارې اندېښنه څرګنده كړې چې د مرګونو شمېره څو چنده زياته كېدې شي