ترکیه او سوريه كښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 5000 څخه زياته شوه، ریسکیو آپرېشن كښې د 65 هېوادونو 2600 اهلکار برخه اخلي

انقره،دمشق 07 فروري (اے پي پي) ترکیه او سوريه كښې د ګل په ورځ د راغلې سختې زلزلې له امله د مړو شمېره 5000 څخه زياته شوې۔ د برتانيې خبر رسني ادارې د تركيې د آفتونو مخنيوي قامی ادارې په اړه وئيلي چې هېواد كښې د زلزلې له امله تر دې دمه د 3419 كسانو د مړيني تصدیق شوې دې دغسې د سوريه څخه د ترلاسه شوي اطلاعاتو له مخې …

انقره،دمشق 07 فروري (اے پي پي) ترکیه او سوريه كښې د ګل په ورځ د راغلې سختې زلزلې له امله د مړو شمېره 5000 څخه زياته شوې۔ د برتانيې خبر رسني ادارې د تركيې د آفتونو مخنيوي قامی ادارې په اړه وئيلي چې هېواد كښې د زلزلې له امله تر دې دمه د 3419 كسانو د مړيني تصدیق شوې دې دغسې د سوريه څخه د ترلاسه شوي اطلاعاتو له مخې دغلته تر اوسه د زلزلې له امله 1600 څخه زيات كسان مړه شوې دي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې له مخې د زلزلې له امله د مړو شميره نوره هم زياتېدې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې تركيه او سوريه كښې په زلزله ځپلې سيمو كښې رېسکیو آپرېشن روان دے په كوم كښې چې د 65 هېوادونو 2600 څخه زيات اهلكار برخه اخلي۔

مزید خبریں