انقرہ ۔7 فروری(اے پی پی) په تركيه او سوريه كښې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره 4300 ته رسېدلې ده۔ د برطانوي خبري اژانس له مخې د سوريه پولې ته نزدې د تركيه په سوئيلي ختيزه سيمه غازي انتيپ كښې د 7.8 شدت زلزلې په نتيجه كښې په لويه كچه تباهي رامخې ته شوې ده۔ د سختې يخنۍ او خراب موسم د لاسه د مرستې كاررويۍ ستونزو سره مخ …
په تركيه او سوريه كښې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره 4300 ته ورسېده

مزید خبریں
انقرہ ۔7 فروری(اے پی پی) په تركيه او سوريه كښې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره 4300 ته رسېدلې ده۔ د برطانوي خبري اژانس له مخې د سوريه پولې ته نزدې د تركيه په سوئيلي ختيزه سيمه غازي انتيپ كښې د 7.8 شدت زلزلې په نتيجه كښې په لويه كچه تباهي رامخې ته شوې ده۔ د سختې يخنۍ او خراب موسم د لاسه د مرستې كاررويۍ ستونزو سره مخ دي۔ په تركيه كښې د آفاتو مخنيوي ادارې له مخې په ګرد هېواد كښې د زلزلې د لاسه تر دې دمه 2921 كسان مړه او 14 زره څخه زيات ژوبل شوي دي۔ بلخوا سوريه څخه د ترلاسه شوې اطلاعاتو له مخې دغلته د زلزلې د لاسه 1444 كسان مړه شوي دي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې اندېښنه ښكاره كړې ده چې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره د موجوده شمېرې څخه څو چنده سوا كېدې شي۔ ترك حكومت په هېواد كښې د 7 ورځ سوګ اعلان كړے دے۔










