پېښور ۔6فروری (اے پی پی) د لكي مروت ډپټي كمشنر فضل اكبر په هدايت د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونې له لاريون ووېستلے شو۔ د لاريون مشري ایډیشنل اسسټنټ کمشنر سلطان نور الدین احمر وكړه۔ لاريون ګورنمنټ شھید محمد غسان خان سېنټینیل ماډل هائی سکول نمبر1 لکی مروت څخه پېل شو او په اولډ کچهری روډ تللو سره بېرته سكول ته په رسېدو ختم كړے شو۔ په لاريون كښې لويې شمېر استاذانو ٬ د ټي اېم اے اهلكارو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔ ګډون كوؤنكو د پاكستان او كشمير بېرغونه پورته كړې وو په كومو چې كشميري اولس سره د يووالي نعرې درج وې۔ د رېلي په پايه كښې طالبعلمانو او نور ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې اېډیشنل اے سی سلطان نور الدین احمر ووئيل چې كشميري اولس سره د يو والي ورځ په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي۔ په دې ورځ په كشميري اولس د هندي قابض ځواكونو ظلم او زياتې په ډاګه كولې شي او مظلوم كشميري اولس ته باور وركولے شي چې ټوله نړۍ دوئي سره ده او كه پاك پروردګار ته منظور وي د دوئي هڅې به ضرور رنګ راوړي