انقره 03فروری(اے پی پی) د تركيې د خارجه چارو وزارت د قرآن كريم بې حرمتۍ په اطلاع د سويډن سفير خارجه دفتر ته رابللې۔د تركيې خبري اژانس له مخې په ناروے كښې د ځينې كسانو د قرآن كريم د بې حرمتۍ كولو ناوړه پېښې په اطلاع د تركيې خارجه دفتر د ناروے سفير رابللې دې۔ سفير ته ووئيلې شؤ چې په تېر وخت كښې د دې ډول ناوړه پېښو مخنيوي كولو كښې د ناروے حكومت ناكامي د غندنه وړ ده خو اوس هيله لرو چې هېواد كښې به ددې ډول لاريونونو اجازه وركولې نه شي۔