ايمل ولي خان به د زيارت په ورځ د پوليس لائن پېښې په اړه پرېس كنفرنس كوي

پېښور 01 فروري (ار پي پي) د عوامي نېشنل ګوند(اے اېن پي)خېبرپښتونخوا صوبائي صدر اېمل ولي خان به د زيارت په ورځ د پېښور پوليس لائن پېښې په اړه پرېس كنفرنس كوي۔ په ټوېټر خپل پېغام كښې ايمل ويل خان وئېلي دي چې هغه به د زيارت په ورځ مازيګر 4 بجې باچا خان مركز پېښور كښې د پېښور پوليس لائن پېښې په اړه مهم پرېس كنفرنس ته وېنا كوي۔ ده ووئيل چې قوم ته به د سباؤن تګلاره وړاندې كوو۔ په يو بل ټوېټ كښې ده د پارټۍ ذمه وارو او كاركنانو ته هدايت وكړو چې د شهيدانو كورنيو سره دې د يو والي څرګندونه وكړي٬ د هغوي كورونو ته دې لاړ شي او د ختم القران اهتمام دې وكړي۔ ده ووئيل چې پوليس زمونږ وياړ دے او په دې سخت وخت كښې مونږ دوئي سره يو برابر ولاړ يؤ