هېواد كښې به د قرآن سوزولو اجازه نه شي وركولې٬ د سويډن پوليس اعلان

سټاک هوم 01 فروری(اے پی پی) د فن لېنډ پوليس وئيلي دي چې مونږ به اولسي ځايونو كښې د قرآن كريم په څير د مقدس كتاب د سوزولو اجازه ورنكړؤ۔ ترك خبري اژانس د فن لېنډ خبري اژانس حواله وركولو سره وئيلي چې د فن لېنډ د پوليس څانګې وئيلې دي چې د كتابونو سوزولو فعل به “تعزيراتي جرم” ګرځولې شي۔ د پرېكړې له مخې د مقدس كتابونو بې حرمتي كوؤنكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ په خپل بيان كښې د فن لېنډ ډائرېكټر وېسا پيها جوكي وئيلي دي چې دا خبره وړاندې نه ښكاره كړې شوې ده چې كه د قرآن سوزولو عمل د وړاندې نه ټاكلې شوي وي نو پوليس به د دې ډول لاريون اجازه نه وركوي او كه داسې كومه پېښه په كوم بل لاريون كښې رامخې ته شوه نو بيا به پوليس لاس وهنه كوي۔ دا هم وئيلې شوي دي چې فن لېنډ د ديني امن محافظ هېواد د ې او د خلاف ورزۍ په صورت كښې سزا وركولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د جنورۍ په 21 مه نېټه د سويډن په پلازمينه سټاك هوم كښې د تركيه سفارت مخې ته د قرآن سوزولو ناوړه پېښه رامخې ته شوې وه۔ دا كارروائي د پوليس لويې نفرۍ په موجودګۍ كښې شوې وه۔ په دغه مهال چاته پالوډين ته د نزدې ورتللو اجازه نه وه وركړې شوې او دغه پالوډين په 27 جنورۍ هم په ډنمارك كښې د جومات او د تركيه كوپن هېګن سفارت مخې ته قرآن سوزولې وو