د پېښور پوليس لائن په جومات كښې په چاودنه كښې د شهيد شويو نورو 6 پوليس افسرانو او ځوانانو اجتماعي جنازې لمونځ پېښور پوليس لائن ګرانډ كښې ادا كړې شوې

پېښور 31 جنوري (اے پي پي) د پېښور پوليس لائن په جومات كښې په چاودنه كښې د شهيد شويو نورو 6 پوليس افسرانو او ځوانانو اجتماعي جنازې لمونځ پېښور پوليس لائن ګرانډ كښې ادا كړې شوې۔د پوليس چټك ډلې قامي بېرغ كښې انيغښتلې شوې پوليس شهيدانو تابوتونو ته سلامي وړاندې كړی شوه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام غلي او د پېښور آئي جي پي معظم جاه انصاري د پوليس شهيدانو په تابوتونو د ګلونو څادر خپور كړو۔اعلٰی پوځي او سول چارواكو٬د شهيدانو كورنيو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو په ګڼ شمېر كښې په جناز كښې ګډون وكړو۔آئي جي پي د پوليس شهيدانو كورنيو سره همدردي او فاتحه خواني وكړه او د هغوي پوليس خذماتو ته يې پېرزوينه وړاندې كړه۔