کوهاټ ، په تاندہ ډیم كښې د كشتۍ ډوبېدو پیښه كښې – د مړو شمېره 52 ته ورسېده

پېښور ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د كوهاټ په تانده ډېم كښې د كشتۍ ډوبېدو په نتيجه كښې د مړو شوو ماشومانو شمېره 52 ته رسېدلې او 4 په ژوبل حالت كښې روغتون كښې داخل دي۔ د نورو ماشومانو د راويستلو لباره اپرېشن روان دے۔ د رپورټ له مخې د پاك پوځ ٬ پاك نېوي او آرمي كمانډوز په دې اپرېشن كښې برخه اخلي۔ دغسې د ریسکیو 1122 خېبر …

پېښور ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د كوهاټ په تانده ډېم كښې د كشتۍ ډوبېدو په نتيجه كښې د مړو شوو ماشومانو شمېره 52 ته رسېدلې او 4 په ژوبل حالت كښې روغتون كښې داخل دي۔ د نورو ماشومانو د راويستلو لباره اپرېشن روان دے۔ د رپورټ له مخې د پاك پوځ ٬ پاك نېوي او آرمي كمانډوز په دې اپرېشن كښې برخه اخلي۔ دغسې د ریسکیو 1122 خېبر پښتونخوا له مخې په سرچ آپرېشن كښې د کوهاټ، هنګو، کرک، بنوں، نوښار او پېښور ډلې هم شاملې دي۔ بلخوا په پښه كښې د مړو شوو 31 ماشومانو د جنازې مونځ ادا كړے شوے۔