اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) مركزی صدر اسفند یار ولی خان د پېښور پولیس لائنز چاؤدني غندنه كولو سره وئيلي په جومات كښې د بې ګناه لمونځ كونكو بريد كونكو ته انسانان نه شو وئيلو۔د ګل په ورځ په بیان كښې ده ووئيل پېښور كښې د ترهه ګرۍ په پېښه دړديدلي يو ، د پښتونخوا پولیس زمونږ فخر دې۔ده ووئيل د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل كسانو زر روغتيا له لاس په دعا يو۔