پېښور ،پولیس لائن جومات كښې چاؤدنه ،17 كسان شهیدان ،60 ژوبل

پېښور 30 جنوري (ار پي پي) ملك سعد شهید پولیس لائنز جومات كښې د ځانمرګي چاؤدني په نتيجه كښې د پولیس اهلكاررو پشمول 17 كسان شهیدان او 60 څخه زيات ژوبل شوې دي۔ لیډی ریډنګ روغتون (ایل آر ایچ ) وياند محمد عاصم له مخې په بريد كښې 17 كسان شهیدان او 60 ژوبل شوې دي چې پكښې د 15 حالت نازك ښودلې شوي۔ده ووئيل چاؤدنه دومره زوروره وه چې د جومات چھت راپريوتې او په نتيجه كښې ټول لمونځ كونكي د ملبې لاندې راغلې كوم چې ریسكیو اهلكارو راوېستلو سره روغتون ته رسولې دي۔د ایل آر ایچ انتظامیې وګړو ته ويني عطیات اپيل كړې ځكه چې په روغتون كښې ژوبل كسانو له ويني ته اړتيا ده۔وياند د ژوبل كسانو په كورنيو زور راوړې چې روغتون په وارډز ګڼي جوړولو څخه ډډه وكړئ دغسې چې ایمرجنسی او ټراما پشمول بيل وارډز كښې رونځورانو ته درملنه كښې خنډان راولاړ نشي۔