انقره 30 جنوري (اے پي پي) د تركیې صدر رجب طیب اردوان وئيلي دي چې سوريه او تركيې ترمينځه اړيكو په اړه خبرو اترو كښې د ایران ګډون امكان لري،په دې عمل كښې روس هم ګډون كوي۔ د روس خبر رسني ادارې د تركيې صدر د ځوانانو سره په يوه غونډه كښې د خطاب په اړھ ووئيل مونږ د درې اړآخيزه خبرو اترو تجویز وړاندې كړې ؤ چې پكښې روس، تركیه او سوريه شامل دي دغسې ایران هم په دې كښې شامليدې شي،دا خبري اتري سيمه كښې د امن بحالولو تياري ده۔