كوئټه 30 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو د بلوچستان یونین آف جرنلسټ نوي ټاكلې شوي صدر عرفان سعید او كابینې له په ټاكنو كښې په كامیابۍ مباركي وركړې ده۔ده د مباركۍ په څپل پیغام كښې هيله څرګنده كړه چې نوي ټاكلې شوي كابینه به د خبريالي ورورولۍ د حقونو او د صحافت آزادۍ ،خبريالي ورورولۍ مسئلو حل كولو ته په ترجیحی بنیادونو پام لرنه وكړي۔ده ووئيل نوي ټاكلې شوي عهدیدار به د بلوچستان اولس حقونه او مسئلې د هېواد په كچه رامخې ته كولو له په هر فورم كردار ترسره كړي او په ې لړ كښې به صوبائی حكومت د خبريالي ورورولۍ ښېګړي لپاره خپل ټول صلاحیتونه وكاروي۔