بلوچستان ، لسبیله سره نزدې د مسافر کوچ پېښي سره مخ شو ٬ 41 كسان مړه

کوئټه 29 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان لسبیله سيمه كښې د مسافرو کوچ پېښي سره مخ شوې چې په نتيجه كښې ئې 41 مسافر مړه او دوه ژوبل شوې دي۔ اېس اېس پی لسبیله اسرار عمرانی میډیا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل لسبیله سره نزدې د مسافرو كوچ د تند ررفتارۍ له امله چپه شوې چې له امله ئې په كوچ كښې اوور لګيدلې او په نتيجه كښې ئې 41 مسافر سويدلو سره مړھ شوي دغسې 4 مسافر ژوبل شوې دي ۔ ده ووئيل ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي۔ده ووئيل دا بس د کوئټې څخه كراچۍ ته روان ؤ چې پكښې 45 مسافر ناست ؤ۔ده ووئيل د زياتره مړو شناخت نه دې شوې كوم چې سول روغتون ته رسولې شوي۔