
پېښور 29 جنوري (اے پي پي) خېبرپښتونخوا حکومت سوداګرو او مارکيټونو مالکانو ته د شپې 8.30 بجے څخه وړاندې د كاروبار بندولو هدایت كولو سره د توان بچت په اړه د وفاقی حکومت په پريكړه عمل درآمد پيل كړې دې۔د خېبرپښتونخوا نګران حکومت د توان بچت په اړه د وفاقی حکومت په پريكړه عملدرآمد پيل كولو سره صوبه كښې ټول ماركيټونه د شپې تر 8:30 بجو بندولو امر كړې دې دغسې شادی هال او ریستوران د شپې تر 10 بجے بندولو پريكړه شوي۔په دې لړ كښې ټولو ضلعو انتظامی افسرانو سوداګرو ته د مرستي خواست او هدایت كړې دې۔