اسلام آباد كښې د ” باچا خان، ولی خان او 21مي پيړۍ ” په سرخط دوه ورځنې كنفرنس د خالي او اتوار په ورځ كېږي۔ایمل ولی خان

پېښور 28 جنوري (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) صوبائی صدر ایمل ولی خان وئيلي دي چې د خالي په ورځ د باچا خان په لړ كښې په وړومبي ځل وفاقی پايه تخت اسلام آباد كښې د'' باچا خان، ولی خان او 21 مي پيړۍ '' په سرخط دوه ورځنې كنفرنس كېږي چې پكښې به د ټول هېواد څخه مقررین ګډون كوي۔تيره ورځ د كنفرنس په …

پېښور 28 جنوري (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) صوبائی صدر ایمل ولی خان وئيلي دي چې د خالي په ورځ د باچا خان په لړ كښې په وړومبي ځل وفاقی پايه تخت اسلام آباد كښې د” باچا خان، ولی خان او 21 مي پيړۍ ” په سرخط دوه ورځنې كنفرنس كېږي چې پكښې به د ټول هېواد څخه مقررین ګډون كوي۔تيره ورځ د كنفرنس په اړه په خپل ویډیو پیغام كښې ده ووئيل كنفرس به جناح كنونشن سنټر اسلام آباد كښې كېږي ۔ده ووئيل كنفرس كښې به د ټول هېواد څخه پوهان او مقررین ګډون كوي او هغوي به د باچاخان او ولی خان د ژوند په حالاتو او هلو ځلو رڼا اچوي۔ده كارمندانو ته په كنفرس كښې د ګډون كولو خواست وكړو او په انتظاماتو كولو ئې د اسلام آباد د ګوند لارښودو او كارمندانو مننه وكړه۔ دا دوه ورځنې كنفرنس به د خالي او اتوار په ورځ كېږي۔