نوې ډيلے 28 جنوري (اے پي پي) د هند ختيز رياست جھارکھنډ په يو نجی روغتون كښې د لګيدلي اوور له امله 5 كسان مړه او 9 ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني ادارې له مخې ځائې پولیس اهلکار میډیا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د ضلع دھنباد په بنك موړ كښې هزاره روغتون په دويم منزل كښې په سمدستي توګه اوور لګيدلې كوم چې په تندۍ سره خپور شوې او په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 9 ژوبل شوې دي كومو كښې چې د 5 حالت اندېښمن دې۔ده ووئيل په مړو شويو كسانو كښې د روغتون مالك (ډاکټر)، د هغه كورودانه ، يو نوکر او دوه خپلوان شامل دي۔ده ووئيل ځائې پولیس د اوور لګيدلو وجوهات معلومولو په اړه پلټني پيل كړې دي۔