د پنجاب 8 لنډ مهاله وزيرانو سوګند پورته كړو

لاهور26 جنوري (اے پي پي) د پنجاب 8 لنډ مهاله وزيرانو سوګند پورته كړے ۔د سوګند پورته كولو دستوره د زيارت په ورځ په ګورنر هاؤس كښې وشوه۔د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمان د نګران كابينې څخه سوګند واغست۔په دې موقع د پنجاب چيف سېكرټري زاهد اختر زمان د تقررۍ په اړه نوټيفيكېشن ولوستو۔سوګند پورته كونكې نګران كابينه كښې اېس اېم تنوير٬ډاكټر جاوېد اكرمابراهیم مراد،بلال افضل ،ډاكټر جمال ناصر، منصور قادر، سید اظفر علی ناصراور عامر میر شامل دي۔د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د پنجاب لنډ مهاله وزيراعلٰی سيد محسن رضا نقوي٬د پنجاب چيف سېكرټري چوهدري زاهد اختر زمان٬د پنجاب پوليس انسپكټر جنرل عثمان انور پشمول نورو ګډون كولو۔