
پیښور24جنوری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان په مشرۍ كښې په صوبه كښې د امن او امان٬معاشي صورتحال او مالي مسئلو په اړه يوه مهمه غونډه د نهې په ورځ وشوه۔د اړوندو چارواكو لخوا نګران وزيراعلٰی ته په صوبه كښې د امن او امان په تازه صورتحال او صوبې ته د رامخې ته شوو مسئلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري ډاكټر شهزاد بنګش٬د پوليس انسپكټر جنرل معظم جاه انصاري٬د وزيراعلٰی پرنسپل سېكرټري امجد علي خان٬د اړوندو محكمو انتظاميې سېكرټريز او د پوليس نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ نګران وزيراعلٰی په دې موقع صوبې ته د رامخې ته شوو مالي مسئلو او امن او امان اړوند معاملات د وزيراعظم سره د پورته كولو پريكړی سره ووئيل راتلونكو څو ورځو كښې به وزيراعظم سره باضابطه ملاقات كښې صوبې ته د رامخې ته مسئلو څخه هغه خبر كړم۔نګران وزيراعلٰی ووئيل په صوبه كښې د امن او امان موجوده صورتحال او مالي مسئلې دواړه د اهميت وړ دي۔نګران صوبائي حكومت به دې مسئلو ته خاص پام كوي او په دې لړ كښې به د وفاقي حكومت څخه د هر ډول مرستې ترلاسه كولو هڅه كولې شي