انقرہ ۔24جنوری(اے پی پی) په تركيه كښې د هالېنډ سفير خارجه وزارت ته بللے شوے او د ترك خبر رسنې ادارې له مخې د خارجه وزارت په يو بيان كښې وئيلې دي چې تركيه د جنورۍ په 22 مه نېټه د هالېنډ په دي هېګ ښار كښې د مقدس کتاب قرآن كريم د بې حرمتۍ پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ سويډن څخه وروستو دا وارې په هالېنډ كښې د مقدس اقدارو د بې حرمتۍ دا فعل دا خبره په ډاګه كوي چې په اروپاﺀ كښې اسلامو فوبیا، امتیازی سلوک او زینو فوبیا كوم حد نه لري۔ دغسې د تركيه خارجه وزارت ته د هالېنډ سفير طلب كړے شوے او ورته وئيلي شوي چې د دې ناوړه پېښې سخته غندنه كوؤ او د دې په ضد احتجاج كوؤ۔ دغسې هالېنډ څخه غوښتنه كوؤ چې هغه هېواد كښې د دې ډول ناړه پېښو كله هم اجازه چا له ورنه كړي