د مواصلات وفاقي سېكرټري كېپټن(ر)محمد خرم سترې لارې د ټرافېك لپاره د بحالۍ اقدامات جاج اخستو لپاره د بلوچستان دوره

كوئټه 23جنوری(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير اسعد محمود په هدايات د مواصلات وفاقي سېكرټري او د اېن اېچ اے چيئرمېن كېپټن(ر)محمد خرم آغا د ټرافېك بحالۍ اقدامات جاج اغستو لپاره د بلوچستان دوره كړې۔په دې موقع د ويسټ زون ممبر شاهد احسان الله او د اېن اېچ اے نور اعلٰی چارواكي هم د هغه سره ملګري وو۔جنرل منيجر عنايت الله آغا هغه ته د چمن٬كوئټه هائي وے بحالۍ په اړوند اقدامات بريفنګ وركړے ۔هغه ته ووئيل شول د اېن-25 چمن- كوئته سيكشن بحالۍ كار په تندۍ سره بشپړېږي٬د دې نه علاوه د اېن اېچ اے په روډ نېټ ورك ټرافېك بحال ساتلو لپاره هر ډول انتظامات بشپړ شوي۔دغسې د اېن اېچ اے چيئرمېن كېپټن(ر)محمد خرم آغا د سختې واورې ورېدو باوجود قامي سترې لارې بحال ساتلو لپاره د بحالۍ اقداماتله په ايمرجنسي كيمپونو كښې د نېشنل هائي وے اتهارټي عملې هڅې ستائېلې دي