الېكشن كمېشن د خېبر پښتونخوا په ټولو وزارتونو ٬ ډويژنو ٬ محكمو او ادارو كښې په بهرتيانو بندېز ولګولو

پېښور ۔ 23 جنوری(اے پی پی) الېكشن كمېشن د خېبر پښتونخوا په ټولو وزارتونو ٬ ډويژنو ٬ محكمو او ادارو كښې په بهرتيو بندېز لګولے دے۔ د خېبر پښتونخوا او پنجاب لنډ مهاله حكومتونو لپاره د الېكشن كمېشن لخوا هدايت نامه جاري كړې شوې چې له مخې يۍ الېكشن كمېشن د خېبر پښتونخوا په ټولو وزارتونو ٬ ډويژنو ٬ محكمو او ادارو كښې په بهرتيانو بندېز لګولے دے۔ په دې اړه جاري كړې اعلاميه كښې وئيلې شوي چې لنډ مهاله حكومتونه دې ټول ټاكنې كولو له الېكشن كمېشن سره مرسته وكړي۔ د اعلاميې له مخې د الېكشن كمېشن منظورۍ څخه غېر به د كوم سركاري ملازم تقرري يا تبادله نه كېږي۔ په خېبر پښتونخوا كښې به د كومې پرمختيائي منصوبې اعلان هم نه كېږي۔ د خېبرپښتونخوا ټول پرمختيائي فنډ به د ټاكنو نتيجو تر رامخې ته كېدو منجمد ساتلے شي۔ الېکشن کمېشن دا هم هدايت كړے چې په سياسي بنيادونو د بھرتي كړو د ټولو ادارو مشران دې په سمدستي توګه له خپلو چوكو څخه اخوا كړے شي۔ د پخوانو اعلی وزيرانو او سلاكارانو سركاري استوګنې دې خالي كړې شي او دوي څخه دې سركاري ګاډي هم بېرته واخستلې شي۔ الېكشن كمېشن امر كړے چې لنډ مهاله اعلی وزيران دې په درې ورځو كښې دننه د خپلو اثاثو تفصيلات جمع كړي۔