ملګري ملتونه ۔16جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش په جمهوريه كانګو (ډی آرسی) كښې په چرچ د بريد سخته غندنه كړې ده۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د عمومي سېكتر وياند سټېفن ډوجارك د جمهوریه کانګو په قطبي ولايت كيو كښې په چرچ كښې د وژل شويو 12 كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده د نورو 50 ژوبل شويو كسانو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده ووئيل په جموريه كانګو كښې د ملګرو ملتونو اداره كانګو سره په ګډه ژوبل شويو ته طبي مرسته وركوي۔ ده ووئيل عمومي سېكتر په بريد كښې د ككړ كسانو انصاف سره د مخ كولو په حاجت زور راوړے دے۔ انتونیو ګوترېش د دې عزم پخلے هم كړے چې ملګري ملتونه به د خپل خاص استازي د لارې په کانګو كښې امن او ثبات په ځائې كولو له په روانو هڅو كښې د حكومت او اولس ملاتړ دوامدار ساتي