جموں۔16جنوری(اے پی پی) هند د نړيوالو قوانينو او لوظنامو خلاف ورزي كولو سره د مقبوضه جموں وكشمير جموں ښار كښې حاضر سروس او ريټائرډ پوځي چارواكو ٬ عسكرو او د دوئي كورنيو له د هاؤسنګ كالونۍ جوړولو منصوبه وضع كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په سرمائي پلازمينه كښې د هاؤسنګ منصوبه انډین آرمی ویلفیئر هاؤسنګ آرګنائزیشن (اے ډبلیو اېچ او) جوړه كړې ده۔ د مودي حكومت لخوا په اګست 2019 كښې د جموں وكشمير د ځانګړي حېثيت منسوخ كېدو څخه وروستو د معارفي كړې شويو نوې ډوميسائل قوانينو لهمخې به پوځيانو ته د مقبوضه جموں وكشمير ډوميسائل جاري كولې شي۔ اے ډبلیو اېچ او په جموں ښار كښې هاؤسنګ كالونۍ له سروے پېل كړې ده۔ په دې كښې به د سوؤنو په شمېر فلېټس وي۔ دا سروے د روان كال تر 30 اپرېل بشپړ شي۔ مودي حكومت د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي كولو سره د كشميري اولس حقونه غصب كړي او په غېر قانوني توګه يۍ د جموں وكشمير ځانګړې حېثيت منسوخ كړې۔ دغسې هند په 18مئی 2020 د جموں و کشمیر ډومېسائل قوانين بدلولو سره غېر رياستي وګړو ته د ډوميسائل وركولو لاره هواره كړه۔ دا ټول عمل د ملګرو ملتونو د مېنډېټ له مخې غلط او غېر قانوني دې چې مقصد يۍ په سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلول دي