پیښور16جنوري (اے پي پي)نوموړے قانون مدار لطيف آفريدېپه قاتلانه بريد كښې په حق رسېدلے دے۔د پوليس له مخې په لطيف آفريدي د ډزو پېښه د پېښور هائي كورټ بار روم كښې رامخې ته شوې چې پكښې سينئر وكيل لطيف آفريدي سخت ژوبل شوے كوم چې په تشويشناك حالت كښې ليډي ريډنګ روغتون ته رسولے شوے ؤ خوچرته چې هغه د زيات ژوبل كېدو له امله په حق رسيدلے ۔د ليډي …
نوموړے قانون مدار لطيف آفريدې په قاتلانه بريد كښې په حق ورسېد

مزید خبریں
پیښور16جنوري (اے پي پي)نوموړے قانون مدار لطيف آفريدېپه قاتلانه بريد كښې په حق رسېدلے دے۔د پوليس له مخې په لطيف آفريدي د ډزو پېښه د پېښور هائي كورټ بار روم كښې رامخې ته شوې چې پكښې سينئر وكيل لطيف آفريدي سخت ژوبل شوے كوم چې په تشويشناك حالت كښې ليډي ريډنګ روغتون ته رسولے شوے ؤ خوچرته چې هغه د زيات ژوبل كېدو له امله په حق رسيدلے ۔د ليډي ريډنګ روغتون انتظاميې د لطيف آفريدې د مړيني تصديق كړے۔د پوليس له مخې عبدالطيف آفريدې 6 ډزه ويشتلے شوے او په هغه ډزې كونكے عدنان د پلار نوم ئې سمعين الله په موقع نيولے شوے۔د يادونې وړ ده نامتو وكيل لطيف آفريدي د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن صدر هم پاتې شوے ؤ







