
کھټمنډو۔15جنوری(اے پی پی) د نیپال پوکھارا هوائي مېدان په رن وے د 72 چوكو يوه الوتكه پرېوتو سره تباه شوه۔ د نیپالی خبري اژانس له مخې د یټی ایئر لائنز وياند سدرشن برټولا میډیا سره خبرو كښې ووئيل کھټمنډو څخه پوکھرا ته تلونكې د یټی ایئر لائنز مسافر الوتكه پوکھارا نړيوال هوائي مېدان ته نزدې پرېوتو سره تباه شوې ده۔ ده ووئيل په الوتكه كښې 68 مسافرو او د عملې 4 كسان ناست وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په نيپال كښې د الوتكو پېښې ډېرې عامې دي ٬ دغلته نه يوازې د هېواد دننه پروازونه پرېوتو سره تباه كېږي بلكې بهرني پروازونه هم پېښو سره مخ د كېدو په نتيجه كښې د سوؤنو په شمېر مسافرو د مړه كېدو سبب ګرځي۔ د تېرو 30 كلونو په مهلا په نيپال كښې نزدې 30 الوتكې پېښې سره مخ شوې دي۔