د ټاكنو عمل په پرامنه توګه روان دے ٬ قانون لاس كښې د اخستونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي٬ صوبائي وزير شرجيل مېمن

حېدرآباد۔15جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو، ټرانسپورټ او ماس ټرانزټ صوبائي وزير شرجيل انعام مېمن وئيلي دي چې په کراچۍ او حيدراباد ډويژنونو کښې د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاؤ کښې د پولنګ عمل په پرامنه توګه روان دے او د سندھ حکومت ټولو وټرانو ته د كومې ويرې ترخې نه لرې د رايې خپل حق كارلو فرصت برابرولو له بشپړه هڅې كوي۔ په خپل يو بيان كښې صوبائي وزير زياته …

حېدرآباد۔15جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو، ټرانسپورټ او ماس ټرانزټ صوبائي وزير شرجيل انعام مېمن وئيلي دي چې په کراچۍ او حيدراباد ډويژنونو کښې د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاؤ کښې د پولنګ عمل په پرامنه توګه روان دے او د سندھ حکومت ټولو وټرانو ته د كومې ويرې ترخې نه لرې د رايې خپل حق كارلو فرصت برابرولو له بشپړه هڅې كوي۔ په خپل يو بيان كښې صوبائي وزير زياته كړه چې د پاك پروردګار فضل دې تر دې دمه له كومې خوا نه د كومې بدې پېښې اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د سندهـ وزيراعلی سندهـ پوليس ته سخت هدايات جاري کړي چې چا ته دې د قانون په لاس کښې د اخستلو اجازه ورنکړې شي او که څوک قانون په لاس کښې اخلي نو په ضد به يۍ سخته كاروائي كولې شي۔