پوليس يو ځل بيا بشپړه مړانې سره ترهګر بريد ناكامه كړو٬ آئي جي خېبر پښتونخوا

پېښور۔14جنوری(اے پی پی)د خيبر پښتونخوا آئي جي معظم جاه انصاري وئيلي دي چي ډي ايس پي سردار حسين او د هغه اهلکارو په زړورتيا او مړانه مقابله كولو سره خپل ځانونه شهيدان کړي دي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس يووارې بيا د ترهګرو بريد ناكامه كړې دې۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل شهيد ډي اېس پي په شهباز خېل كښې ګاډې اودرولو او د پېښې ځايې ته يۍ په خپلو پښو د تللو هڅه وكړه۔ ترهګرو په اولني ځل تھرمل سائټس كارولو سره په پوليس بزدلانه بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ پوليس اهلكارو شهيدان شول۔ آئي جي ووئيل د صوبائي حكومت لخوا د عصري تھرمل سائټس ترلاسه كولو له فنډز جاري كړې شوي دي چې په نتيجه كښې يۍ تر دې دمه 40 تھرمل سائټس ترلاسه شوي دي٬ كومو كښې چې 20 بنو او 20 ډي آئي خان ته استولې شوي دي۔ ده ووئيل پوليس نورو تھرمل سائټس ته هم اړتيا لري۔