کابل ۔13جنوری (اے پی پی)د طالبانو دوهم وياند بلال کريمي په پوهنتون کښې د انجونو په زده کړو د بندېز پرېکړه سمه ګرځولو سره وئيلي دي په افغانستان كښې د زده كړو او پرمختګ چارې شرعي احكامو سره سمول د تحريك فرض دے۔ بلال کریمي له سعودي خبري اژانس سره په خپله خاص مركه كښې ووئيل طالبانو ښځو ته هغه حقونه ورکړي كوم چې دويپخوا نه لرل۔ ده ووئيل د طالبانو تحریک د داعش 98 فيصده پټنځایونه له مينځه وړي او افغانستان كښې داعش كوم د قبلولو وړ ځاے نه لرلو۔