داعش په كابل كښې د ځانمرګي بريد ذمه واري پغاړه واغسته

كابل 12 جنوري (اے پي پي)داعش د شورو په ورځ د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د خارجه دفتر په خوا كښې د ځانمرګي بريد ذمه واري پغاړه اغستې۔د سعودي خبري اژانس له مخې د داعش ايجنسۍ”اعماق”ټيلي ګرام ايپلي كېشن د لارې وئېلي دي د داعش خراسان ډلې د افغان خارجه وزارت په خوا كښې ځانمرګي چاودنه كړې۔افغان پوليس له مخې په چاودنه كښې لږ تر لږه پنځه كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د داعش له مخې دا بريد هغه مهال شوے كله چې د افغان طالبانو او غېر ملكي سفارتكارو يو پلاوې په افغانستان كښې د امنيتي صورتحال په اړه خبرې كولې۔