په چين كښې د 2022 په مهال د ګاډو په خرڅولو كښې 2.1 فيصد زياتوالے راغلے ٬ شمېره 2 كروړه 68 لكه 60 زره ته اورسېده

بيجنګ 12 جنوري (اے پي پي)په چين كښې د كال 2022 په مهال 2 كروړه 68 لكه 60 زره ګاډي خرڅ شوي چې د كال 2021 په مقابل كښې 2.1 فيصد زيات دي ۔د چين خبري اژانس د چائنا اېسوسي اېشن آف آټو موبائل مينو فيكچررز شمېرو په اړه ووئيل يواځې د دسمبر 2022 په مهال په چين كښې 25 لكه 60 زره ګاډي خرڅ شوي ٬ كوم چې د د نومبر 2022 په مقابل كښې 9.7 فيصد زيات او دسمبر 2021 په مقابل كښې 8.4 فيصد كم دي