
ماسکو۔12جنوری (اے پی پی) روسيې په كابل كښې افغان خارجه وزارت ته نزدې د ترهګر بريد غندلو سره افغان چارواكو څخه غوښتنه كړې چې هغوي په هېواد كښې د ترهګرۍ خطر ختمولو له فعاله ګامونه پورته كړي۔ د روسي خبري اژانس له مخې د روسيې خارجه وزارت وياندې ماريا زخارووا د زيارت په ورځ په خپل بريفنګ كښې ووئيل مونږ په كابل كښې د افغان خارجه وزارت ودانۍ ته نزې د ترسره شوي ترهګر بريد غندنه كوؤ د كوم ذمه واري چې داعش اغستې۔ دې هيله څرګندنه كړه چې افغان حكومت به د دې پېښې بشپړه پلټنې وكړي او ذمه وار كسان به انصاف سره مخ كړي۔ دې افغان چارواكو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي په هېواد كښی د ترهګرۍ خطر ختمولو له فعاله ګامونه پورته كړي۔ دې ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړه۔ دې ووئيل دا دړدېدلې پېښه په كابل كښې د روسيې او پاكستاني سفارتي مشنز سره سره د چينائي وګړو په هوټل د ترسره شوو بريدونو لړۍ كړۍ ښكاري۔ بلخوا په كابل كښې روسي سفارتي مشن وئيلي دي په كابل كښې د افغان خارجه وزارت ودانۍ ته نزدې ترسره شوے ترهګر بريد كښې د روسيه ملازمين سلامت پاتې شوي او د كوم روسي وګړي د ژوبل كېدو په اړه اګاهي نه ده ترلاسه شوې۔