پېښور ۔11جنوری(اے پی پی) د پېښور ګلبهار سيمې په قادر آباد كښې په يو كور كښې د سلېنډر چاؤدنې په نتيجه كښې 5 كسان ټپيان شوي۔ تفصيلات له مخې په قادر آباد كښې يوې مېرمنې د سهار چايې پخوله چې دغه مهال سلنډر وچاؤدلو چې په نتيجه كښې يۍ 5 كسان ټپيان شول۔ د مرستې ډله د پېښې ځاے ته رسېدلې او ژوبل شوي يۍ نزدې روغتون ته ورسول چرته چې د هغوي حالت له خطرې څخه بهر ښودلے شي۔