د پیښور پشمول د خېبر پښتونخوا په يو شمېر ضلعو كښې د باران سلسله روانه ده

پېښور ۔ 11جنوری(اے پی پی) د صوبائي سرښكار پېښور پشمول د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو صوابۍ ٬ مردان ٬ نوښار ٬ چارسده ٬ سوات او كوهاټ كښې دمه په دمه د باران سلسله روانه ده چې ورسره د يخنۍ به شدت كښې زياتوالے رامخې ته شوے ۔ د موسميات محكمې له مخې دا لړۍ تر جمعې ورځې د روانې پاتې كېدو امكان لري۔ بلخوا د كركيلې پوهانو دا باران په باراني سيمو كښې د غنمو فصل له ډېر ګټور ګرځولے دے