د بابري مسجد په اړه د سترې محكمې پړېكړې د شرخوښو حوصلې مضبوطې كړې٬ جسټس ګوپالا ګوډا

نوے ډيلے ۔11جنوری (اے پی پی) د هند د سترې محكمې ريټائرډ جج جسټس وي ګوپالا ګوډا د بابري مسجد په اړه په كال 2019 كښې د سترې محكمې لخوا په اورولې شوې پرېكړه سخت ټكونه كړي دي۔ سترې محكمې د بابري مسجد په ځاے هندوانو لپاره د مندر جوړولو اجازه وركړې وه۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې چسټ ګوډا ووئيل د سترې محكمې پرېكړې د تاؤ تريخوالي او شخړو دروازې پرانستې دي او اوس به شرخوښي عناصر د اترپردېش ګيان واپي جومات پشمول د ګرد هېواد په نورو جوماتونو دعوی كولو كښې تندي راولي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده يو ملي كنونشن ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دې پرېكړې د شرخوښو قوتونو حوصلې مضبوطې كړي۔ ده ووئيل دا جمهوريت لپاره لويه خطره ده۔ ده ووئيل د جمهوريت په ټولو ستنو د شرخوښو قبضه ده او هند په فسطائي هندو رياست بدلېدو پلو روان دے۔ د آزادۍ ٬ مساوات او ورورولۍ چارې خطر سره مخ شوي۔ فسطاني قوتونو د هېواد ټولې ستنې په خپله قبضه كښې اخستې ۔ پخواني جسټس ووئيل شهريت ترميمي اېكټ د مساوي شهريت په ضد دے