په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعميرنو لپاره به لا 10 كروړه ډالره مرسته وركولې شي۔د امريكې خارجه محكمې وياند

واشنګټن 10جنوري (اے پي پي)امريكې وئېلې دي په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعميرنو لپاره به لا 10 كروړه ډالره مرسته وركولې شي٬دغسې ټول فنډنګ به 200 ملين ډالر ته ورسي۔د امريكې د خارجه محكمې وياند نيډ پرائس په پرېس بريفنګ كښې وئېلي دي په پاكستان كښې تېر كال د تباه كونكې سېلاب نه پس د امريكې حكومت د پاكستان انتظاميې سره په ګډه په بحالۍ كښې په معاونت٬فوډ سيكورټي٬د آفت مخ نيوي او په استعداد كښې په اضافه كولو كار كوي۔ده ووئيل په دې وئېلو خوشحالي محسوسوم چې د بحالۍ او تعمير نو لپاره نور 100 ملين ډالره اعلان سره امريكې خپله ټوله مرسته 200 ملين ډالرو ته رسولې ده۔ده ووئيل دا 100 ملين ډالر به د سېلاب څخه بچ كېدو٬ګورننس٬د رنځونو مخ نيوي٬معاشي پرمختګ او پاك توان٬ زراعت٬د خوراك تحفظ او انفراسټركچر په تعميرنو خرڅ كولې شي٬د دې فنډنګ د لارې به په كيمپونو يا نورو سيمو كښې پناه اخستونكو سېلاب ځپليو بحالۍ له هم معاونت كولې شي۔ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ او تعمير نو هڅو كښې به د امريكې مرسته روانه وي او په سباؤن كښې به هم د اولس لپاره د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي له مرسته كولې شي۔وياند ووئيل پاكستان چې چرته هم ترجيحات لري په هغې كښې به امريكا خپله همكاري جاري ساتي ٬ كه هغه د امنيت٬معاش يا د سېلاب ځپليو لپاره د بشري مرستې رسولوپه اړه وي۔