چودھري شجاعت حسېن سره مولانا عبدالغفور حيدري د پلاوي سره وليدل

لاهور08 جنوري (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ق) صدر چودھري شجاعت حسېن سره د جمعيت علما اسلام پاکستان جنرل سيکرټري مولانا عبدالغفور حيدري د هغه په كور كښې سره د پلاوي ليدلي دي۔د مسلم ليګ وياند له مخې پلاوي چودھري شجاعت حسېن په بلوچستان كښې د اولسي ستونزو او په خاص توګه د اوړو كمي څخه خبر كړو۔ ملاقات كښې د هېواد ښه والي ، معاشي او سياسي …

لاهور08 جنوري (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ق) صدر چودھري شجاعت حسېن سره د جمعيت علما اسلام پاکستان جنرل سيکرټري مولانا عبدالغفور حيدري د هغه په كور كښې سره د پلاوي ليدلي دي۔د مسلم ليګ وياند له مخې پلاوي چودھري شجاعت حسېن په بلوچستان كښې د اولسي ستونزو او په خاص توګه د اوړو كمي څخه خبر كړو۔ ملاقات كښې د هېواد ښه والي ، معاشي او سياسي چارو هم خبري اتري وشوي۔پلاوي سره په خپلو خبرو كښې چودھري شجاعت حسېن ووئيل د پنجاب اسمبلي به نه تحليل كېږي او دا مهال د ټاكنو كوم امكان نشته۔ده ووئيل د صوبائي حکومتونو فرض دې چې د ژوند ضروري څيزونو په ګرانيدو ايکشن واخلي او په خاص توګه د اوړو په زياته شوي بيعه خاص ايكشن واخلي۔ د جمعيت علما اسلام پلاوي كښې صدر سټي لاهور محمد افضل خان جوائنټ سيکرټري مولانا عبدالودود شاهد، مولانا عبدالوهاب مدني، عبدالصمد، اعظم سواتي، مکرمه اشرف، خواجه نعمان شامل وو۔ د پاکستان مسلم ليګ د اړخه د قانون پخوانې وزيرډاکټر خالد رانجھا، سينئر رهنما پاکستان مسلم ليګ چودھري شافع حسېن، حسن رانجھا، بيرسټر رانا خضر شامل وو۔